نقشه جوړونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نقشه جوړونه یا کارتوګرافي ( Cartography ) د نقشې جوړولو او کارولو پوهي ته ویل کیږي. د ساینس، ښکلاوو او تخنیک سره یوځای کولو په پایله کي د یو نقشې رامینځته کول چي واقعیت (یا یو تصور سوی واقعیت) وي له نقشې جوړوني څخه عبارت دی.

د دودیزي کارتوګرافۍ یا نقشه جوړوني بنسټیزي موخي دا دي:

  • د نقشې د اجنډا تنظیم او د نقشې کولو لپاره د څیز ځانګړتیاوې غوره کول. دا ځانګړتیاوې کیدای سي فزیکي وي، لکه سړکونه یا د ځمکي برخي، یا کیدای سي خلاص وي لکه ټاپونیم یا سیاسي پولي.
  • په اواره کي د نقشه سوي څیز ساحه وښودل سي.
  • د نقشه سوي څیز ځانګړتیاوي له منځه یوسي، په داسي ډول چي د نقشې د موخي سره تړاو ونلري.
  • د هغه ځانګړتیاو پیچلتیا راکمه کړل سي چي نقشه کیږي.
  • د نقشې عناصر تنظیم کړل سي ترڅو خپل پیغام خپلو لیدونکو ته په غوره توګه ورسوي.

په اوسني وخت کي عصري کارتوګرافي د جغرافیایي معلوماتو سیسټمونو (GIS) او د جغرافیایي معلوماتو ساینس (GISc) ډیرئ نظري او عملي بنسټونه جوړوي.