سمويل پيپس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ساموېل پېپيس
Samuel Pepys (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۳ فبروري ۱۶۳۳[۲][۳][۴] — ۲۳ فبروري ۱۶۳۲[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۶ مې ۱۷۰۳[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
دین
جوړښت
جایزې

سمويل پيپس (23 جنوري 1633 – 26 مۍ 1703) يو انګريز يادښت ليکونکی او د سمندري ځواک اداره کونکی و. هغه شاهي سمندري ځواک د مدير او پارلمان د غړي په توګه کار کړی و، خو اوسمهال تر ډېره د هغو يادښتونو د ليکلو له امله يادېږي، چې د نږدې يوې لسيزې په موده کې هغه ليکلي دي. که څه هم هغه د سمندري سفرونو تجربې نه درلودې، پيپس، د پاچا «دويم چارلس» او پاچا «دويم جيمز» دواړو د واکمنيو پر مهال د ملاتړ، زيار، او په اداره کې د خپلې وړتيا له امله د اميرالبحرۍ د مشر سکرترۍ تر رتبې ورسېد. د شاهي سمندري ځواک د مسلکيتوب په لومړيو کې په اميرالبحرۍ کې د هغه اغېز او اصلاحات خورا مهم و. [۱۴]

هغه تفصيلي يادښتونه چې «پيپس» له 1660 څخه تر 1669ز کال پورې ليکلي و، په لومړي ځل په نولسمه پېړۍ کې خپاره شول، او د انګلستان د بيا رغېدو د پړاو په اړوند تر ټولو مهمې ابتدايی سرچينې دي. نوموړی د لندن د سترې وبا، د هالنډ د ويمې جګړې او د لندن د لوی اور په څېر د سترو پېښو په اړه د شخصي مشاهداتو او سترګو ليدلي روايتونو مجموعه وړاندې کوي.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

«پيپيس» د 1633ز کال د فبرورۍ په درويشتمه نېټه د لندن د «فليټ سټريټ» په «سيلسبري کورټ» کې زېږېدلی و، پلار يې «جان پيپيس» (1601–1680) يو خياط و، مور يې «مارګريټ پيپيس» ( چې په کيټي يې شهرت درلود، او په 1667ز کال کې مړه شوې وه) د «وايټ چيپل» د سيمې د يو قصاب لور وه. د اسنادو تر مخې د هغه د پلار اکا په 1625ز کال کې د لنډ وخت لپاره له کيمبريج څخه د پارلمان غړی و. د پلار يو تربور يې «سر رچرټ پيپيس» په 1640ز کال کې له «سيډبري» څخه د پارلمان د غړي په توګه ټاکل شوی و، د 1654ز کال د مۍ په دېرشمه نېټه د خزانه دارۍ په محکمه کې قاضي وټاکل شو او د 1655ز کال د سپتمبر د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د ايرلينډ د قضائيه قوې رئيس وټاکل شو.[۱۵]

«پيپيس» په خپلو خوېندو وروڼو کې يوولسم و، خو د ماشومانو مړينه زياته وه، او ډېر ژر هغه تر ټولو مشر پاتې ژوندی ماشوم وګرځېد. نوموړي ته د 1633ز کال د مارچ په درېیمه نېټه د «سينټ بريډ» په کليسا کې د تعميد غسل ورکړل شو. «پيپيس» خپل ټول ماشومتوب په لندن کې تېر نه کړ؛ د لږ وخت لپاره نوموړی د ښار شمال لور ته په «کينګز لينډ» کې د «ګوډي لاورنس» په نوم له يوې رنځورپالې سره و اوسېد. په 1644ز کال کې، «پيپيس» په «هينټينګډن ګرامر» ښوونځي کې داخله وکړه، له دې وروسته يې په شا اوخوا 1646 – 1650ز کلونو کې د لندن په «سينټ پاول» ښوونځي کې زده کړې وکړې. نوموړی په 1649ز کال کې د لومړي چارلس د اعدام پر مهال حاضر و.

په 1650ز کال کې، نوموړی د کامبريج پوهنتون ته ولاړ، او دوه مالي ملاتړونه يې تر لاسه کړل، يو له «سينټ پاول» ښوونځي څخه (چې ښايي لامل يې د «جورج ډاوننګ» اغېر وي، څوک چې د قاضيانو رئيس و او وروسته يې په خزانه دارۍ کې د هغه لپاره کار وکړ)، او دويم د «مرسرز» شرکت څخه مالي مرسته. د اکتوبر په مياشت کې، د «مګډلين» په کالج کې د ډېر کم کار په بدل کې د مالي مرستې تر لاسه کونکي په توګه داخل شو؛ نوموړی د 1651ز کال د مارچ په مياشت کې هلته ولاړ او په 1654ز کال کې يې د لسانس سند تر لاسه کړ.

وروسته په 1654 يا د 1655ز کال په لومړيو کې، نوموړی د «سر ايډوارډ مونټاګو» په نوم د خپل پلار د يو تربور کور کې مېشت شو، څوک چې وروسته د «سينډويچ» لومړی «ايرل» وټاکل شو.

په دوه ويشت کلنۍ کې «پيپيس» له څوارلس کلنې «اليزابت ډي مايکل» سره واده وکړ، څوک چې د فرانسوي «هوګونوټ» کډوالو له زوزارت څخه وه، لومړی يې د 1655ز کال د اکتوبر په لسمه نېټه په مذهبي مراسمو کې واده تر سره شو، او وروسته د 1655ز کال د ديسمبر په لومړۍ نېته د «ويسټمنسټر» په «سینټ مارګريټ» کې د واده عام مراسم تر سره شول.[۱۶]

ناروغي

[سمول]

له کم عمرۍ څخه «پيپيس» د ادرار په برخه کې په مثانه کې د ډبرو له شتون څخه ځورېدو – دا هغه حالت و چې وروسته یې مور او ورور «جان» هم ورباندې اخته شول. تقريباً هېڅ داسې وخت نه و چې هغه درد ونه لري، تر څنګ يې په ادرار کې د وينې د شتون (هيماټوريا) په ګډون، د ناروغۍ نورې نښې هم درلودلې. د واده پر مهال يې دا حالت ډېر خرابه و.

په 1657ز کال کې، «پيپيس» د جراحي عملياتو پرېکړه وکړه، دا يو اسانه ااختيار نه و، ځکه چې دا عمليات په ځانګړي ډول دردناک او خطرناک و. بيا هم «پيپيس» له جراح «توماس هولير» سره مشوره وکړه، او د 1658ز کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه د «پيپيس» د تربور «جين ټورنر» د کور په يوه خونه کې عمليات شو. د «پيپيس» له بدن څخه په برياليتوب سره ډبره و ايستل شوه، او هغه د دې عملياتو هره کليزه لمانځله، او دا لمانځل د څو کلونو لپاره روان و. په هر حال، دې عمليات د هغه په بدن تلپاتې اغېزې درلودې. د هغه په مثانه کې د عملياتو شوی درز د عمر په وروستيو کې بېرته وشکېد. ښايي چې دې چارې هغه عقيم کړی وي، که څه هم په دې اړوند کوم مستقيم شاهد نه شته، ځکه هغه له دې مخکې هم بې اولاده و. د 1658ز کال په منځنيو کې، «پيپيس» د اوسني «ډاوننګ سټريټ» سره نږدې، «ايکس يارډ» ته ولاړ. نوموړی د «جورج ډاوننګ» تر مديريت لاندې په خزانه دارۍ کې د صراف په توګه وټاکل شو.  

يادښتونه

[سمول]

د 1660ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه (اوسني تاريخ تر مخې "1659/1660 د جنورۍ لومړۍ")، «پيپيس» د يادښتونو په ليکلو پيل وکړ. نوموړي د خپل ژوند بهير د نږدې لسو کلونو لپاره ثبت کړ. د «پيپيس» د ژوند ثبت شوې دا لسيزه له يو ميليون ټکو څخه زيات کلمات لري او د برتانيې تر ټولو مشهور يادښت بلل کېږي. «پيپيس» د خپلو کمزوريو په اړه په څرګند ډول د ليکلو او د برتانيې د عادي ژوند د پېښو او په اولسمه پېړۍ کې د سترو پېښو په دقت سره د ثبت کولو له امله تر اوسه د تر ټولو ستر يادښت ليکونکي په توګه بلل کېږي. «پيپيس» د معاصر دربار او نندارځای (له ښځينه ممثلينو سره د هغه د عاشقانه اړيکو په ګډون)، د هغه د کور، او سترو سياسي او ټولنيزو پېښو په اړه ليکل کړي دي. تاريخ پوهان په اولسمه پېړۍ کې په لندن کې د ژوند په اړه د ډېر بصيرت او پوهاوي تر لاسه کولو لپاره له دې يادښتونو کار اخلي. «پيپيس» د شخصي مالي تمويل، خپله په سهار کې د راپاڅېدو د وخت، د موسم، او د خپل خوراک په اړه په پرله پسې لیکل کړي دي. نوموړي د خپل نوي ساعت په اړه په تفصيل سره ليکل کړي دي، چې په هغه ساعت ډېر نازېدو (کوم ساعت چې زنګ هم واهه، دا هغه مهال نوې وسيله وه)، د يو داسې هېواد ميلمه، چا چې په لندن کې له ژوند څخه ځکه خوند نه و اخيستی چې هلته ډېر بيروبار و، او د هغه پېشو به هغه سهار په يوه بجه راوېښولو. د «پيپيس» يادښتونه يو له هغو څو سرچينو څخه دي، چې د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې، لوړې منځنۍ کچې د يو انسان د ورځني ژوند تفصيلات وړاندې کوي. د «جين برچ» په څېر د هغه د خادمانو د ژوند تفصيلات د هغوی د ژوند په اړه ارزښتمن تفصيلي معلومات وړاندې کوي.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ورځنيو کارونو تر څنګ، «پيپيس» د خپل ملت د مهمو او له اله ګولې ډکو پېښو په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي. کله چې هغه يادښتونه لیکل پيل کړل، نو انګلستان د ناکرارۍ ښکار و. «اوليور کروم ويل» يوازې څو کاله مخکې مړ شوی و، او په دې سره د مدني ناکرارۍ حالت پيدا شوی او د قدرت د سترې تشې د ډکېدو اړتيا وه. «پيپيس» د «کروم ويل» پياوړی ملاتړی و، خو هغه د محافظ په مړينې سره هغه د شاهي غوښتنې د هلو ځلو پلوی شو. نوموړی په هغه بېړۍ کې و چې «دويم چارلس» يې د خپل تخت د تر لاسه کولو لپاره انګلستان ته بېرته راوست، او سلطنت د بيا پرځای کولو د لومړيو کلونو د نورو مهمو پېښو په اړوند د لومړي لاس روايت وړاندې کوي، لکه د «دويم چارلس» د تاجپوشۍ مراسم، ستره وبا، د لندن لوی اور او د انګلستان او هالنډيانو جګړه.[۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn20020205010. Retrieved: ۸ اگسټ ۲۰۲۳.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12318079c. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Samuel-Pepys. Subject named as: Samuel Pepys. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: The Peerage. The Peerage person ID: p22923.htm#i229228. Subject named as: Samuel Pepys. ليکوال: Darryl Roger Lundy. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. سرچينې تړی: http://en.wikisource.org/wiki/Pepys,_Samuel_(DNB00).
  7. سرچينې تړی: http://www.londongardensonline.org.uk/gardens-online-record.asp?ID=LAM057a.
  8. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  9. ذکر کېدنه: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 24571235.
  10. Union List of Artist Names ID: 500323868. ذکر کېدنه: Union List of Artist Names. خپرېدو نېټه: ۸ اگسټ ۲۰۲۱. Retrieved: ۹ مې ۲۰۲۲. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  11. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  12. ذکر کېدنه: Kindred Britain.
  13. ذکر کېدنه: Past Fellows of the Royal Society database. Past Fellow of the Royal Society ID: NA8433. اثر ژبه: British English.
  14. "Samuel Pepys FAQ". Archived from the original on 22 May 2017. نه اخيستل شوی 28 May 2017.
  15. (Wheatley 1893، Particulars of the life of Samuel Pepys): "but the place of birth is not known with certainty. Samuel Knight, … (having married Hannah Pepys, daughter of Talbot Pepys of Impington), says positively that it was at Brampton"
  16. (Knighton 2004). This was because religious ceremonies were not legally recognised during the Interregnum. The couple regularly celebrated the anniversary of the first date.
  17. "Legends of British History: Samuel Pepys". The Diary of Samuel Pepys. 12 December 2008. نه اخيستل شوی 17 September 2015.
  18. Pepys, Samuel (2000). Latham, Robert; Latham, Linnet (eds.). A Pepys anthology : passages from the diary of Samuel Pepys (1. UK paperback ed.). Berkeley [u.a.]: Univ. of California Pr. ISBN 978-0-00-710530-4.
  19. کينډۍ:Cite ODNB
  20. "Pepys coded passages". pepys.info. Archived from the original on 24 September 2015. نه اخيستل شوی 17 September 2015.